د جُمعی لمونځ د اسلام ستره نښه
د جُمعی لمونځ په هر عاقل ،بالغ ،آزاد ،مقيم او تندرست مسلمان فرض دی ، اوپه نابالغو،ناروغو ،ړندو ، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی ، لکن که ويې کړي نو د دوی د
جُمعی لمونځ به وشي په دغه ورځ بيا د ماپښين لمونځ ته ضرورت نشته .
دجُمعی لمونځ د اسلام له سترو شعائرو څخه دی ددی له فرضيت نه منکر کافر دی او څوک يې چې له څه غدر يوازی د سستی او بې پروايې له وجی دا لمونځ پريږدي فاسق دی .
د قرآنکريم حکم دی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْع (الجمة ۹ ).َ
مؤمنانو! کله چې د جُمعی په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو دخدای ج د ياد لپاره په بيړه ورځی او اخيستل او خرڅول پريږدی .
پدی لمانځه کې د بيړی ورتګ حکم ځکه دی چې دا لمونځ بله جماعت څخه نه ادا کيږي او بل دا چې د نورو لمونځونو په شان قضايې هم نلري .
دجُمعی په لمانځه په احاديثو هم ډير تاکيد شوی دی :
څوک چې بی له غذر او ضرورته څخه د جُمعی لمونځ پريږدي د هغه نوم به د منافق په حيث سره په کتاب د لوح المحفوظ کې وليکل شي چې نه يې ليک له منځه تلی شي او نه هم بدليدلای شي . (مشکوة باب جمعه ).
چاچې دجُمعی اذان وارويده او بيا لمونځ ته رانغی ، بيا يې د دوهمې جُمعی آذان وارويد او لمانځه ته رانغی تر دريو جُمعو يې پر له پسی همداسې وکول ، دهغه په زړه مهر وهل کيږي او زړه يې د منافق زړه ګرځيدلی شي ( چې بيا به د حق خبره ،وعظ او نصيحت پر ده کوم اثر نه کوي ) (طبرانی ).
دجُمعی لمانځه د قيام د صحت شرطونه :
دجُمعی لمانځ د ادا کولو لپاره لاندې شرطونه دي که دغه شرطونه پوره نه وي د جمعی لمونځ نه صحيح کيږي .
۱- جامع ښار :
د جامع ښار په باره کې په قرآنکريم او سنتو کې کوم حد ندې ټاکل شوي نو ځکه د هغه په څرګندوالې کې د فقهاؤ تر منځ اختلاف دی .
يو تعريف يې دادی : مصر جامع هغه ځای دی چې هلته بازار وي حاکم موجود وي چې د خلکو فيصلی وکړي
بل : مصر جامع هغه ښار دی چې د هر کسب او حربې واله کسان په خپل کسب او هنر سره ګزاره کولی شي .
د وخت حاکم چې کوم محل مصر جامع وبولی او هلته خلکو ته د جمعی د لمانځه کولو حکم وکړي نو مصر جامع بلل کيږي (فتح الباري )
د ماسپښين وخت : د ماسپښين د وخت نه مخکې او ورسته دجُمعی لمونځ نه صحی کيږي
خطبه : د جُمعی د لمانځه د وخت په دننه کې د جمعې د لمانځه نه مخکې خطبه ويل شرط دی
جماعت : دجُمعی د لمانځه لپاره جماعت يا جَمعه کول شرط دی چې کم نه کم به دری کسان وي
عامه اجازه: د جمعی د لمانځه لپاره مسلمان واکمن شرط دی
د جُمعی لمونځ قايمولو لپاره به پخپله واکمن يا د هغه نماينده وي د جُمعی لمونځ به قايموي
هغه هيوادونه چې حکومت يې د نا مسلمانو په لاس کې وي نو هلته به مسلمانان په شريکه په خپله خوښه امام دروي او د جُمعی لمونځ به کوي چې د اسلام شعائر لوړ وي .